ایکناخبری اژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ، د نړیوالې سولې او اقتصاد موسیسې پخپل وروستي راپور کې وئيلي دي ، چې افغانستان په ۲۰۲۱کال کې دنړۍ په سویه دترهه ګرو حملو له امله د مرګ ژوبلو شل فی صدي برخه ځان ته بیله کړې ده .
په دغه راپور کې راغلي دي ، افغانستان په نړئ کې د ترهه ګرو حملو له امله په په یو زر څلور سوه شپږویشت وژلو سره په نړۍ کې په دغه کال کې د ترټولو زیاتو وژلو شاهد دی .
ددغه راپور په اساس،په تیر کال کې افغانستان د اته سوه اوه دیرش ترهه ګرو پیښو کتونکی ؤ چې په دغو پيښو کې دغه وژلې رامینځةشوي او دغه راز په دغو پيښو کې دوه زره دوه سوه کسان ټپیان شوي هم دي .
د نړۍ د سولې او اقتصاد موسیسې پخپل دغه راپور کې وئيلي دي،چې په افغانستان کې د وژل شوو نیمه برخه عام خلک دي .
داپه داسې حال کې دي چې په افغانستان کې قدرت ته د طالبانو ډلې په رسیدو سره ددغې ډلې مشرانو وئيلي دي چې افغانستان به نور دترهه ګرو حملو او دعامو او غیر پوځي خلکو د وژلو شاهد ونه ووسي،خو د کابل پشمول د افغانستان په مختلفو سیمو کې په دغې مودې کې په سلګونو لمونځ ګوزار او عام خلک په ترهه ګرو پیښو کې لیت پیت شوي دي چې د زیاترو پيښ، پړه ئې داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې په غاړه اخستې ده .